کتار
د لوبې طریقه
هر لوبغاړی نهه مهرې لري. په لومړي وار کې دوه مهرې په تشو ټکو کېږدئ، او له هغې وروسته په هر وار کې یوه.
کله چې خپلې درې مهرې د یوې کرښې په اوږدو کې په یوه کتار کې راولئ، د سیال یوه مهره له تختې واخلئ. هغه مهرې چې په کتار کې وي خوندي دي، مګر دا چې د سیال ټولې مهرې په کتارونو کې وي. که یوه مهره یو ځای دوه کتارونه جوړ کړي، دوه مهرې اخلئ.
کله چې مو ټولې مهرې کېښودې، په هر وار کې یوه مهره د یوې کرښې په اوږدو کې څنګ ته تش ټکي ته یوسئ. که یوه مهره له کتار څخه ووځي او بېرته راشي، هغه کتار بیا شمېرل کېږي.
کله چې سیال یوازې دوه مهرې ولري (هغه مهرې چې لا نه دي ایښودل شوې هم شمېرل کېږي) یا حرکت ونه کړای شي، تاسو ګټئ.